د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د جون په ۲۱مې نېټې په بېجينګ کې له خپل نايجريايي سيال يوسف توګار سره وکتل.
وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې نايجريا پراخه اغېزه لرونکی افريقايي هېواد دی او هيله يې ښودلې، چې له نايجريا سره يو له بل څخه ملاتړ کوونکي، ګډې ګټې لرونکي او عدل، سوله او ثبات ساتونکي ملګري هېوادونه وګرځي، څو په ګډه سره پرمختګ او سمسورتیا ته ورسي او د چين ـ نايجريا او د چين ـ افريقا ترمنځ اړيکې پياوړې کړي.
توګار ويلي، چې هېواد يې د رئيس شي جين پينګ د غوره لارښوونيز توان تحسين او قدردانی کوي او هم د چين له خوا د نړيوالو وړانديزونو ډېره ستاينه کوي.