د قرغېزستان له صدراعظم سره ځانګړې مرکه
CMG2024/06/22 14:34:12
شريکول:

 

د قرغېزستان صدراعظم صدر اکيربیک جباروف په دې وروستيو کې د چين ميډيا ګروپ له خبریال سره په ځانګړې مرکې کې وویل، چين 

او قرغېزستان خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې ساتي، تېر کال زموږ ولسمشر صدر نورگوجویویچ جباروف له چین څخه لیدنه وکړه او وروسته د چين صدراعظم لي چیانگ هم له قرغېزستان څخه ليدنه وکړه. هغه مهال دواړو خواوو د خپلمنځي سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي او د کلتوري تبادلو د ژورتیا په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل، د رئيس شي جين پينګ لخوا د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز او د انسانانو لپاره د ګډ برخلیک ټولنې مفکوره زموږ د لوړ درناوي وړ ده. زه هیله لرم چې نوموړي وړاندیزونه به د ټولو هېوادونو د مشرانو ملاتړ ترلاسه کړي تر څو د نړۍ ټولو خلکو ته د سوکالۍ او په تېره بیا سوله ییز ژوند برابروي.