د تايوان بېلتون غوښتونکو ته د سزا سند څه سیګنالونه لیږدوي
CMG2024/06/23 15:19:46
شريکول:

چین د جون په ۲۱مه نېټه د تایوان اړوند یو ستر قضايي سند خپور کړ چې د نړۍ پام يې ځان ته اړولی دی. د چين عالي ولسی محکمې، عالي ولسي څارنوالۍ، عامه امنيت ، ملي امنيت او عدليې وزارتونو په همدې ورځ په ګډه ((د تايوان د بېلتون غوښتونکو له خوا د هېواد د تجزيې او پاشل کېدو په اړه د سزا سند) خپور کړی او له همدې نېټې یې د تطبيق خبر ورکړی دی. نړیوالو عامه افکارو څرګنده کړه چې دا یو له هغو ګامونو څخه دی چې چین د تایوان د بېلتون غوښتونکو په وړاندې پورته کړی چې موخه يې د تایوان بېلتون غوښتونکو د فعالیتونو مخنيوی او د ملي یووالي ساتنه ده.

دا د نړۍ په بېلا بېلو هیوادونو کې یو عادي او معمول عمل دی چې د جنایي عدالت له لارې هغو مجرمینو ته سزا ورکړي کوم چې غواړي هېواد وویشي ترڅو د هېواد اصلي ګټې خوندي کړي. تایوان د چین یوه برخه ده، او د چین مرکزي حکومت به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د تایوان بیلتون غوښتونکي په هر نوم یا په هر ډول له چین څخه تایوان جلا کړي. له قانون سره سم د تایوان بېلتون غوښتونکو له خوا د هېواد د جلا کېدو د جرمونو له امله سخته سزا ورکول معقول او قانوني کار دی او د ملي حاکمیت، یووالی او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره د چین مناسب اقدام دی.

دغه سند د بېلتون ضد قانون، د چين د ولسي جمهوريت د جزايي قانون او د چين د ولسي جمهوريت د جزايي طرزالعمل اجرااتو قانون او اړوندو قضايي تعبيرونو له مخې، د تايوان بېلتون غوښتونکو ته د سزا ورکولو معیارونه روښانه کوي او نور د قضایي چلند لپاره لارښود او قانوني اساس برابروي.

له څه مودې راهیسې، یو شمېر بېلتون غوښتونکو د تایوان د خپلواکۍ په نامه د تایوان د جلا کېدو فعالیتونه ترسره کړي چې د تایوان تنګي سوله او ثبات ته یې سخت زیانونه رسولي او د تایوان تنګي د دواړو غاړو د هېوادوالو ګډې ګټې په جدي توګه زیانمنوي. د یاد سند صادرول او پلي کول د تايوان بېلتون غوښتونکو او د بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې د مبارزې او د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه کې د چين د سترې برخې د ټينګ هوډ او پياوړي توان ښودنه کوي.

دا باید په ګوته شي چې د چین سترې برخې د ۲۰۲۱م کال په نومبر او د ۲۰۲۲م کال په اګست کې په پرله پسې توګه د تایوان د بېلتون غوښتونکو په لیست کې ۱۰ کسان شامل کړل. په حقیقت کې، پر دې ۱۰ کسانو سربیره، د تایوان د بېلتون غوښتونکو هر هغه کس چې د هېواد د ویشلو او د بېلتون غوښتونکو د هڅولو جرمي اعمال ترسره کوي، په سند کې ټاکل شوي له قانون سره سم به سخته سزا ورکړل شي. یوازې له قانون سره سم د تایوان بېلتون غوښتونکو جرمونو ته د سختې سزا ورکولو سره د تایوان خلک کولی شي د تایوان تنګي د دواړو غاړو د اړیکو د سوله ییز پرمختګ له ګټو څخه خوند واخلي.