په غزه کې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله لږ تر لږه ۴۲ تنه وژل شوي
CMG2024/06/23 11:09:56
شريکول:

اسرائيلي ځواکونو د جون په ۲۲مه نېټه د غزې تړانګې پر غزې ښارګوټې بريدونه کړې او له امله يې لږ تر لږه  ۴۲ تنه وژل شوي دي.

د مالوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سرچینې وايي چې ښايي د مړو او ټپيانو شمېر زیات شي.