نړیوالې ټولنې په غزه کې د سره صلیب پر دفتر د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې
CMG2024/06/23 15:01:17
شريکول:

په تېرو دوو ورځو کې د غزې رفح ته څېرمه د سره صليب د نړيوالې کمېټې له دفتره بهر د توغنديو برید شوی دی. سربيره پردې، اسرایئلي پوځ د غزې په شمال کې پر ډېرو ځايونو توغنديز بريدونه کړي دي چې له امله یې ګڼ شمير کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوترېس د جون په ۲۱ مه نېټه په غزه کې د سمدستي بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه او د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د دښمنانه عملیاتو د سختېدو په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل، چې په منځني ختیځ کې د شخړو د پراخېدو خطر رښتینی دی، لبنان باید "بله غزه" نشي.

د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو لوړپوړي استازي جوزيف بورېل د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه په خپلو ټولنیزو پاڼو کې وویل، چې اروپايي ټولنه په غزې کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې پر دفتر د برید غندنه کوي.