(( د حکومتوالۍ په اړه د شي جين پينګ نظريې)) د چيني او تاجکستاني هنرمندانو ناسته د جون په ۲۲مه نېټه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په بريالۍ توګه تر سره شوه.
په دې ناسته کې د چين او تاجکستان د سیاسي، علمي او نشراتو د برخو شاوخوا ۱۵۰ استازو ګډون کړی و.
د ناستې د ګډونوالو په نظر، چين د رئيس شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې د حکومتوالۍ په برخه کې لاسته راوړنې د پرمختيايي هېوادونو لپاره بېلګې وړاندې کړې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړېدو، د ۳ نړیوالو وړاندیزونو د پلې کېدو، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ او د نړۍ د سمسورتيا او ثبات لپاره فعال رول لوبولی دی.