پنګ چينګ هوا له روسيې څخه ليدنه وکړه
CMG2024/06/23 15:25:10
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګريس دايمي کمېټې مرستيال پنګ چينګ هوا د روسيې د دوما په بلنه د جون له ۱۹مې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړه.

نوموړي د سفر په ترڅ کې د روسيې د دوما له رئيس وياچيسلاف ويکتورويچ ولودين او د روسيې د فدروال کمېټې له مرستيال کونستنتين کوساچيف سره وکتل.

پنګ چينګ هوا وويل، سږ کال د چين او روسيې د سياسي اړيکې د ټينګېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين تر ستراتيژيکې لارښوونې لاندې، دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په لوړه کچه ساتل شوې دي. نوموړي زياته کړه، چين غواړي له روسيې سره يو ځای د دواړو هېوادونو د قانون جوړونکې ادارې ځانګړی غوره والی او رول ولوبوي، خپلمنځي سياسي متقابل باور ټينګ کړي او د خپلمنځي همکارۍ فرصتونه پيدا کړي.

د روسيې لوري ویلي، چې روسيه غواړي د دواړو هېوادونو مشرانو د ګډې موافقې د پلي کولو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د قانون د جوړونکې ادارې تر منځ همکارۍ پياوړې کړي او د روسيې او چين تر منځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د ژورتيا او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستۍ د زياتوالي لپاره خدمتونه وکړي.