په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د جون په ٢١مه نېټه د افغان مسئلې په اړه د امنيت شورا په عمومي غونډه کې وويل چې امنيت شورا بايد د دغه هېواد له سرپرست حکومت سره د خبرو اترو او تماس جوړولو او له بشري ستونزو سره د مقابلې په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.
ګنګ شوانګ وویل، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې راغلي چې سږ کال شاوخوا ۲،۳۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د بشري مرستو اړتیا ۳.۰۶ میلیارده ډالره ده چې له دې جملې څخه یوازې ۱۶،۲ سلنه اوس په خپل ځای ده. امنیت شورا باید پر مرستندویانو غږ وکړي چې په پر له پسې توګه افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړي او په پانګونو کې د ستر کمښت مخه ونیسي.