بنيامين نېتانياهو: په غزې کې به روان جنګ ژر پای ته ورسېږي
CMG2024/06/24 10:56:29
شريکول:

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نېتانياهو د جون په ۲۳مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې له حماس سره يې سخت جنګ پای ته په رسېدو دی او په ټولې غزې تړانګې کې به روان جنګ ژر پای ومومي.

نوموړي په ورته وخت کې دا هم ويلي، چې په غزې تړانګې کې د روان جنګ پای ته رسيدل يې په دې مانا نه دي، چې اسرائيلي ځواکونه به خپل پوځي عمليات پای ته ورسوي، بلکې په وينا يې، د حماس پر هدفونو به یې بريدونه دوام ولري.