د امريکا الوتکې وړونکې بيړۍ له سور سمندره ووتله
CMG2024/06/24 10:21:51
شريکول:

د يمن حوثي وسله والې ډلې د جون په ۲۴مې نېټې خبر ورکړی، چې په سور سمندر کې يې د امريکايي ځواکونو پر يوې الوتکې وړونکې بيړۍ (USS Dwight David Eisenhower) بريد کړی دی.

امريکا بيا دغه خبر رد کړی او ويلي یې دي، چې ياده بيړۍ يې په همدې ورځ له سور سمندره وتلې او د خپل هېواد پر لور خوځېدلې ده.

د امريکا د ملي دفاع وزارت وياند پېتريک لايډ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې يوه بله الوتکه وړونکې بېړۍ(USS Theodore Roosevelt CVN-71) به يې راتلونکې اوونۍ سور سمندر ته ورسېږي او هلته به خپله دنده پېل کړي.

 

( سپوږمۍ)