د روسیې په داغيستان جمهوريت کې ترهګريز بريدونه شوي
CMG2024/06/24 10:49:13
شريکول:

د روسيې د ترهګرۍ ضد ملي کمېټې د جون په ۲۳مې نېټې خبر ورکړی، چې نامعلومو وسله والو د دغه هېواد په جنوب کې د داغيستان جمهوريت پر دوو کليساوو، يوې کنيسې او د پوليسو پر يوې تاڼې بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، بريدګرو د داغيستان جمهوريت مرکز ماخاچکالا او دربند ښارونو کې د شرقي ورسوډوکس پر دوو کليساوو او د يهودانو پر يوې کنيسې او د پوليسو پر تاڼې بريدونه کړي دي.

لومړنۍ شمېرې ښيي، چې په دغو بريدونو کې د شرقي ورسوډوکس يو پادري، څو پوليس او د قانون د تطبیق ادارې شپږ کارکوونکي وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.

د داغيستان جمهوريت سیمه ييز حکومت د ترهګرۍ ضد حالاتو ته د ننوتلو اعلان کړی دی.

د روسیې فدراسيون د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونو يې څلور وسله وال بريدګر وژلي او د هویت په اړه یې پلټنې پېل کړې دي.