سروې: ۹۳،۱ سلنه ځواب ویونکو د اسیا - ارام سمندر سیمې په امنیتي چارو کې د ناټو له پرله پسې مداخلې سره سخت مخالفت وکړ
CMG2024/06/24 19:08:38
شريکول:

د چین مډیا ګروپ د CGTN لخوا په دې وروستیو کې په ټوله نړۍ کې ترسره شوې سروې ښودلې چې ۹۳،۱ سلنه ځواب ویونکو له جغرافیایي محدودیتونو هاخوا د اسیا - ارام سمندر سیمې په امنیتي چارو کې د ناټو د مداخلې سخت مخالفت کړی او  ۹۱،۲ سلنه ځواب ویونکي په دې باور دي چې د اسیا - ارام سمندري سیمې په امنیتي چارو کې د ناټو د ښکیلتیا د پراختیا لپاره د امریکا هڅو ته باید د شک په سترګه وکتل شي.

په سروې کې،  ۹۳،۳ سلنه ځواب ویونکي په دې اند دي چې د یو هېواد امنیت باید د نورو هېوادونو د امنیت په قیمت نه وي، انسانان یوه نه بېلېدونکې امنیتي ټولنه ده او د اسیا - ارام سمندر سیمې امنیتي چارو په اړه باید د دې سیمې هېوادونه په ګډه پرېکړه وکړي.

دا سروې د CGTN په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ویبپاڼو کې خپره شوې او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۶۸۸ کسانو په کې برخه اخیستې او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي.