شي جين پينګ له کو لیانګ سره د اړيکې په نوم د ۲۰۲۴م کال د چین او امريکا د ځوانانو د تبادلې اوونيز فعاليت ته د مبارکۍ پيغام ولیږه
CMG2024/06/24 15:34:01
شريکول:

د چین دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۴مې نېټې د فو جيان ولايت د فو جو ښار له کو لیانګ سره د اړيکو په نوم د چين او امريکا د ځوانانو د ۲۰۲۴م کال د نظر تبادلې اوونيز فعاليت ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې ځوانان تر ټولو ځواکمن او ډېرې هيلې او ارمانونه لري او د چين او امريکا د اړيکو راتلونکی په دوی پسې تړلی دی.

نوموړي هيله ښودلې، چې د چين او امريکې ځوانان به خپلمنځي تبادلې ژورې او دوستي به پياوړې کړي، يو له بل سره به ښه پېژندنه او يو ځای پرمختګ وکړي، د دواړو هېوادونو دوستي به پرمخ يوسي او د اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره به يې خدمتونه وکړي او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره به د سولې، پرمختګ او سوکالۍ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

له کو لیانګ سره د اړيکو په نوم د چين او امريکا د ځوانانو د ۲۰۲۴م کال د نظر تبادلې اوونيز فعاليت په همدې ورځ د فو جيان ولايت په فو جو ښار کې پرانيستل شو.