د يونيسف مرستياله: له چين سره به د ماشومانو د روغتيا او پرمختګ لپاره همکاريو ته دوام ورکړو
CMG2024/06/24 10:30:08
شريکول:

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ( يونيسف )اجرائيوي مرستيالې کيټي وان دیرهېجدن او ورسره مل پلاوي د جون له ٢٢مې نېټې څخه تر ٢٣مې نېټې پورې د چین د ګان سو ولايت د وو وې ښار د تيان جو د ځانګ قوم کورواکې ولسوالۍ کې د يونيسف ـ چين همکاریزو پروژو څخه لیدنه کړې ده.

نوموړې ويلي، په نړۍ کې لوړې تودوخې، سيلابونو او وچکالۍ د ماشومانو پر روغتيا او پرمختګ ډېرې اغېزې کړي او له چين سره څو کلنو همکاریو یې له اقليمي بدلون سره د مبارزې او د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو او پرمختګ لپاره کليدي رول لوبولی دی.

وان دیر هېجدن د دغې دوه ورځنۍ لېدنې په ترڅ کې د تیان جو ولسوالۍ د مور او ماشوم روغتون او د هوا ځانګ سه ښارګوټي د روغتيايي مرکز په شمول ځینو روغتيايي ادارو څخه لیدنه کړې او د نوزيږو ماشومانو د روغتیايي پاملرنې خدماتي پروسې يې له نږدې مشاهده کړي دي.

نوموړې د دغه سفر په بهیر کې د چين د بېلا بېلو کچو له طبي کارکوونکو او کورنیو سره هم نظر تبادلې کړې دي.

وان دیر هېډن په ۳ کچو(ولسوالۍ، ښارګوټي او کلي) کې د چين د لومړنيو طبي او روغتيايي خدمتونو د سيسټمونو او تاسيساتو ښه والی او پرمختګ له نږدې کتلي او ويلي يې دي، چې هغې د چين په وروسته پاتې سیمو کې هم د نوزيږو ماشومانو د لومړۍ پاملرنې د کيفيت پرله پسې ښه والی او د پرمختګ پایلې احساس کړې دي.