د چين اولمپيک ملي کمېټې د جون په ۲۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ او نورو ۱۳ ښارونو کې د اولمپيک ۳۸مې ملي ورځې فعاليت ترسره کړ، چې څو زرو سپورټي مينه والو پکې ګډون کړی و.
د چين د اولمپيک ملي کمېټې مرستيال جو جين چيانګ د بېجينګ د اولمپيک سپورټي مرکز کې د ياد فعاليت پرانيستونکو مراسمو ته وينا کړې او ويلي يې دي، چې ادارې يې له ۱۹۸۷م کال راهيسې، هر کال د اولمپيک ملي ورځې ځانګړی فعاليت ترسره کوي، د اولمپيک پيغامونه خپروي او سپورټ او لوبې مروج کوي.
نوموړي ويلي، د اولمپيک سږنۍ دوبنۍ لوبې به د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې ترسره شي او چيني لوبغاړي ورته په تياري او تمرين بوخت دي.
جو جين چيانګ هيله ښودلې، چې ټول لوبغاړي په پوره انرژۍ يادو لوبو کې برخه واخلي او نړيوالو ته خپلې هيلې ورسوي.