شي جين پينګ د هېواد د لوړو علمي او تخنيکي جايزو ګټونکو ته جايزې ورکړې
CMG2024/06/24 11:07:15
شريکول:

 

د چين د علومو او ټکنالوژۍ ملي غونډه، د هېواد د لوړې علمي او تخنيکي جايزې ورکولو غونډه او د هېواد د ټولنيزو او طبيعي علومو اکاډميو اکاډميسانو غونډه د جون په ۲۴مې نېټې يو ځای په بېجينګ کې ترسره شوې.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ هم په يادې غونډې کې ګډون کړی و او د هېواد د لوړو علمي او تخنيکي جايزو ګټونکو ته یې جايزې ورکړي او يوه مهمه وينا يې کړې ده.