د ترهګرۍ قربانيان او له ترهګرۍ ژغورل شوي: یو شفاهي تاريخ
CMG2024/06/24 11:01:44
شريکول:

ترهګري د بشريت مشترک دښمن دی. ناتکميل ارقام ښيي چې له ۱۹۹۰م کال څخه د ۲۰۱۶م کال تر پايه پورې، په شينجيانګ کې په زرګونو ترهګريزې پېښې شوې چې په لوی شمېر بېګناه وګړي او په سلګونو پر دندو بوخت پوليس پکې وژل شوي دي. د ملکيتونو زيانونه خو له حسابه وتلي دي.

په تېرو دوو لسيزو کې د شويو ټولو ترهګريزو بريدونو قربانيان يا له ترهګرۍ ژغورل شوي زموږ په څېر عادي وګړي وو، توپير يوازې دومره دی چې دوی د ژوند په يوه مرحله کې له يوې داسې غير متوقع تراژيدۍ سره مخ شول چې د هغوی ژوند ته یې د پای ټکی کېښود او يا یې لوری ور بدل کړ. پر دوی ټولې بدبختۍ او ناخوالې د ترهګرو له لوري ور وتپل شوې، په داسې حال کې چې هغوی د انتخاب حق نه درلود. پخوا، کله چې ترهګريزې پېښې کېدې نو لوېديځو رسنيو تر اندازې ډېر د ترهګرو پر شخصي تجربو تمرکز کاوه، حتی د هغوی د ظلم دفاع یې کوله او تر دې کچې وړاندې تلل چې ترهګر یې قربانيان معرفي کول. په مقابل کې د ترهګريزو پېښو د اصلي قربانيانو غږ له پامه غورځول کېدو. ترهګري بده او د بشريت ضد پديده ده چې په ښه او بده ترهګرۍ نه شي ويشل کېدای. د ترهګرۍ د ماهيت د پټولو هره هڅه يا د ترهګرو د بربريت د توجيه کولو لپاره د هر ډول پلمې وړاندې کول د ترهګرۍ د قربانيانو او له ترهګرۍ د ژغورل شويو پر زخمونو د مالګې دوړول او د هغوی پر بشري حقونو وحشيانه تېری دی.

له دغو ترهګريزو پېښو ژوندي پاتې نر او ښځې له ترهګرۍ زيانمن شوي او تجربې یې له وينو، اوښکو، کينې او افسوس ډکې دي. پر دوی څه وشول؟ ترهګريزو بريدونو د دوی پر ژوند څه اغېزې او ضربې واردې کړې؟

د ترهګرۍ د قربانيانو يا له ترهګرۍ د ژغورل شويو کسانو په توګه، دوی ترهګري څه ډول درک کوي. له ترهګريزو بريدونو وروسته په دومره کلونو کې د هغوی ژوند څومره بدل شوی دی؟ دا پوښتنې موږ سوچ کولو ته اړباسي. د چین د جينان پوهنتون د اړيکو او سرحدي سيمو د ادارې انسټيټوټ په ۲۰۲۱م کال کې «په چين کې د ترهګرۍ قربانيان او له ترهګرۍ ژغورل شوي: يو شفاهي تاريخ» تر عنوان لاندې په دې موخه يوه څېړنيزه پروژه پيل کړه چې په دې برخه کې د شته تشې له ډکيدو سره مرسته وشي، پوهانو او عامو خلکو ته د قربانيانو او ژغورل شويو د ټولنې کيسې راټولې شي او د ترهګرۍ د بربريت په تړاو عامه پوهاوی ډير شي. تمه ده چې دغه پروژه به د راتلونکي لپاره يو ځانګړی تاريخي ريکارډ وساتي.

د دې پروژې له پيله بيا تر اوسه، يا د لومړنيو څېړنو او سرنخونو له راټولولو، تر منځني پړاو او مخامخ مرکو پورې دوه کاله تېر شوي دي. د پروژې په لړ کې مرکه کېدونکو (قربانيانو او ژغورل شويو) مختلفو اندېښنې ښودلې دي. ځينو یې د هويت د پټولو غوښتنه کړې، ځينو یې د شخصي دلايلو پر بنسټ له مرکو کولو ډډه کړې او ځينو نورو یې بيا په نيمه کې مرکې پرېيښې او د څو ورځو تر تېريدو وروسته یې له موږ سره اړيکه نېولې چې له پروژې وځي او اړوند ټول ريکارډونه یې له منځه يووړل شي. د نورو معلوماتو لپاره ويډیو وګورئ:

https://tv.cctv.com/2014/06/22/VIDE1403411941890593.shtml