«د جنوبي سمندرګي تاریخ او حاکميت»کتاب انګلیسي بڼه خپره شوه
CGTN2024/06/25 11:11:02
شريکول:

«د جنوبي سمندرګي تاریخ او حاکميت» کتاب د جون په ۲۰ مې نېټې په انګلیسي ژبې رسماً خپور شو، چې پکې د دغه سمندرګي د تاریخ او حاکميت په اړه روښانه معلومات بيان شوي دي.

دغه کتاب د بریتانيې مشهور پروفیسور انټوني کارټي لخوا ليکل شوی او د امریکې، بريتانيې او فرانسې د تاریخي ارشیفونو د څېړنې په اساس يې ثابته کړې، چې د جنوبي سمندرګي حاکميت په چین پورې اړه لري.

پروفیسور انټوني کارټي د نړيوالو قوانینو کارپوه دی او په خپل ياد نوي کتاب کې يې د ډېرو شواهدو پر اساس د جنوبي سمندرګي مسئله روښانه کړې ده.

نوموړي په دغه کتاب کې ليکلي، چين تر ټولو لومړی د جنوبي سمندرګي اړوند ټاپوګان او اړوندې سمندري سيمې پيدا کړي او استفاده يې ترې کړې ده.

 انټوني کارټي په دغه کتاب کې ليکلي، د جنوبي سمندرګي د ټاپوګانو حاکميت پر چين پورې اړه لري او دغه حقیقت ډېر پخوا د لوېديځو هېوادونو او ويتنام په ګډون د ډېرو هېوادونو لخوا منل شوی دی.

انټوني کارټي د امريکې، بريتانيې او فرانسې د تاریخي ارشیفونو د مالوماتو پر اساس ليکلي، چې فليپين د جنوبي سمندرګي پر ټاپوګانو حاکميت نه لري.