د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ خبر ورکړی، چې دولت رئيس شي جین پينګ به د جون په ۲۸ مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو د اعلانېدو د ۷۰ مې کليزې په لمانځغونډې کې ګډون او وينا وکړي.
سږ کال د چين لخوا د اعلان شويو په سوله کې د ګډ ژوند د پنځو اصولو ۷۰ مه کليزه ده او په مناسبت به یې د جون په ۲۸ مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د دې کلیزې لمانځغونډه او يو لړ فعاليتونه ترسره شي.
۷۰ کاله مخکې، د چين حکومت نويو مخ پر ودو هېوادونو او په تېره بيا ګاونډيو خپلواکو هېوادونو ته د اړیکو ټينګښت په موخه پنځه ډيپلوماتيک اساسي اصول وړاندې کړي دي:
1- ټول هېوادونه دې يو د بل د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی وکړي.
۲- کوم هېواد دې پر بل تېری نه کوي.
۳- ټول هېوادونه دې يو د بل په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي.
۴- هېوادونه دې یو له بل سره د مساواتو او ګډو ګټو پر اساس چلند ولري.
۶- ټول هېوادونه دې يو له بل سره په سوله کې ګډ ژوند وکړي.