په چونګ چينګ کې د کمربند او لارې د مهارتونو دوهمه نړيواله سيالي پيل شوه
CGTN2024/06/25 14:34:37
شريکول:

د کمربند او لارې د مهارتونو دوهمه نړيواله سيالي د جون په ۲۴مې نېټې د چين په چونګ چينګ ښار کې پيل شوه، چې د ۶۱ هېوادونو او سيمو ۵۹۰ لوبغاړو،‌ لوبڅارانو او اړوندو کارکوونکو ورته نوملېکنه کړې ده.

په دغې سیالۍ کې د لوبغاړو منځنی عمر ۲۲ کاله ښودل شوی او د ۹۵ سلنه لوبغاړو عمرونه يې له ۳۰ کلنۍ کم دي.

په يادې نړيوالې سيالۍ کې، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د ګډونوالو هېوادونو د چارو پرمختګ د اړتیاوو او غوښتنو له مخې د ډيجټلي ابادۍ، د مالونو حمل و نقل، الکترونيکي ټکنالوژۍ، د نوې انرژۍ  موټرو،‌ د صنعتي روبوټي سيسټمونو او انلاین سوداګرۍ په شمول بېلا بېل  پروګرامونه ټاکل شوي، چې د مختلفو هېوادونو لوبغاړي به پکې بخت وازمويي.

د دغې سیالۍ ټول پروګرامونه په صنعت جوړونې، ټرانسپورټ، مخابراتي چارو، رسټورانټونو او خدمتي چارو پورې تړاو لري.