شي جین پينګ: چین به د پرانيستو همکاريو له لارې پر ساينس او ټکنالوژۍ بسيا شي
CGTN2024/06/25 11:33:13
شريکول:

د چين د ساينس او ټکنالوژۍ ملي غونډه، د ساینس او ټکنالوژۍ د ملي جايزو ورکولو غونډه او د چين د ساينس اکاډمۍ او د انجينرينګ اکاډمۍ اکاډميسنانو غونډه د جون په ۲۴ مې نېټې په پلازمېنې بېجینګ کې يو ځای ترسره شوې.

 د چين رهبر شي جين پينګ يادې ګډې غونډې ته په وينا کې د ساينس او ټکنالوژۍ له کارکوونکو څخه غوښتي، چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو مفکوره عملي کړي،  د پرانيستو همکاریو له لارې دې د ځان بسیاتوب په لوري ګامونه واخلي، د ساينس او ټکنالوژۍ د نړیوالو همکاريو نوښت دې عملي کړي، د حکومتونو او خلکو ترمنځ د نظر تبادلو ته دې زياتې زمېنې برابرې کړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په ګډون له ټولو پلاټفورمونو دې ګټې واخلي او د نړيوالو ننګونو پر وړاندې دې ګډې مقابلې او د ساينس او ټکنالوژۍ پر مټ دې ټولو انسانانو ته خدمتونه وکړي.

په همدې ورځ لسو بهرنيو ساينسپوهانو ته هم د چين ولسي جمهوریت د نړیوالې ساينسي او تخنيکي همکارۍ جايزې ورکړل شوې.