د داوس ۱۵م دوبنی فورم د جون په ۲۵ مې نېټې د چين د لياو نينګ ولايت په دالیان ښار کې پرانيستل شو.
د نړۍ د نږدې ۸۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۱۶۰۰ استازو په دغه فورم کې ګډون کړی دی.
دغه فورم (د راتلونکي پرمختګ نوی لوری) په عنوان پيل شوی او ګډونوال به يې د نوي نړیوال اقتصاد، د چين او نړۍ ترمنځ د همکاریو په ګډون د شپږو موضوعاتو په اړه بحثونه او د نړیوال اقتصادي پرمختګ د نوي خوځنده ځواک د راپارولو لپاره وړانديزونه وکړي.