د سويس، کاناډا، سويډن، ازبکستان او تايلنډ په ګډون د ۱۶ هېوادونو ژورناليستانو د جون له ۱۵ مې نېټې څخه تر ۲۳ مې نېټې پورې د چين د شينجيانګ اويغور کورواکې سیمې د مرکز اورومچي، ئيلي او اقسو په ګډون له يو شمېر سیمو څخه ليدنه کړې او په اړه يې راپورونه ورکړي دي.
یادو بهرنيو ژورناليستانو په شينجيانګ کې د سفر پر مهال له سميه ييزو خلکو سره خبرې کړي او د سيمې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه يې هراړخيز معلومات ترلاسه کړي دي.
دوی په خپلو راپورونو کې ويلي، چې شينجيانګ چټک اقتصادي پرمختګ کوي، ټولنه يې همغږې او ثابته ساتل شوې، کلتور يې غني او سمسور دی او اوسېدونکي يې سوکاله ژوند لري.
شينجيانګ د ورېښمو لرغونې لارې يو مهم محور و او پدې وروستيو کلونو کې د کمربند او لارې د اقتصادي کمربند د مرکزي سيمې د جوړولو په هڅه کې دی.
يادو بهرنیو ژورناليستانو له شينجيانګ څخه د ليدنې پر مهال د دې سيمې د باکيفيته اقتصادي پرمختګ حياتي ځواک هم احساس کړی دی.