د چین د دولت رئیس شي جین پينګ مېرمن پینګ لي یوان د جون په ۲۴مې نېټې له خپلې پولنډي سیالې مېرمنې اګاته کورنهاوسی دودا سره کتلي او د چین له ملي ټیاټر څخه يې يو ځای لیدنه کړې ده.
دواړو مېرمنو د چين په ملي ټیاټر کې چیني عنعنوي موسیقي او د بېجینګ اوپرا په شمول ځیني نمایشونه هم ننداره کړي دي.
مېرمن پنګ لي یوان ويلي، چین او پولنډ اوږد تاریخي دودونه او ژور کلتوري بنسټ لري او د کلتوري تبادلې په زیاتېدو سره به يې د دواړو هېوادونو د خلکو متقابل تفاهم او دوستي نوره هم ژوره او پراخه شي.