ډېرو بهرنیو سیلانیانو د رښتیني چین په لیدو حیرانتیا څرګنده کړې
CMG2024/06/25 14:26:48
شريکول:

 څو ورځې مخکې، د چین یو پارک ته د یو ۷۳ کلن فرانسوي سپین ږیري د شپې سفر ویډیو په انټرنیټ کې پراخه خپره شوې. هغه ویلي چې د فرانسې زیاتره پارکونه په شپه کې بند وي، او که نه، نو پکې به نشه

 يي مواد او یا شراب موجود وي، نو خطرناک وضعیت به وي.

 کله چې هغه په پارک کې له یوه پله څخه تېر شو او یو منډې وهونکی یې ولید، په حیرانۍ سره یې ویلي چې تر پل لاندې هېڅ بې کوره کس نشته، حتی خلک دلته په شپه کې منډې وهي! ورپسې هغه یو تونل ته ورسېد، روښانه او پاک چاپېریال یې د ډېرې ستاینې وړ و او ویلي یې دي، دلته هېڅ بد بوی نشته، هر ځای ډېر پاک دی، دا د حیرانتیا وړ ده.

بل امریکايي ځوان هم په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د چین او امریکا د تونلونو چاپېریال توپیرونه په ډاګه کړي. د ده په ویډیو کې لیدل شوي چې د چین د یو ښار د مترو سټېشن ته د ورتګ لاره ډېره پاکه ده، پر دېوال لوی سکرین کې ښایسته تصویرونه نندارچیانو ته وړاندې کېږي. خو د امریکا په تونل کې د ګڼ شمېر کثافاتو او د بې کوره کسانو خېمو له امله، لاره ډېره تنګه شوې ده.

د چین حکومت تېر کال د لسګونو هېوادونو خلکو پر وړاندې له ویزې پرته چین ته د ننوتلو تګلاره پلې کړې او تر اوسه څو میلیونه بهرني سیلانیان یې راجلب کړي دي. دغو بهرنیو سیلانیانو په چین کې ډېرې ویډیوګانې اخیستې او د کتلو عمومي شمېر یې له یو میلیارد اوښتی دی. موږ په دغو ویډیوګانو کې پوه شوي یو چې د چینایانو په سترګو کې عادي کارونه، لکه په شپه کې خوندي چکر وهل، پاک عامه چاپېریال او تاسیسات، هر تن خپل ثابت استوګنځی لري، دا د بهرنیو سیلانیانو، حتی د لوېدیځو هېوادونو اتباعو لپاره د حیرانتیا وړ کارونه دي.

چین په تېرو لسګونو کلونو کې د سوله ییز پرمختګ لپاره تر وسې پورې هڅې کړې او د لیدو وړ لاسته راوړنې یې ترلاسه کړې دي. په دغه هېواد کې بنسټیز تاسیسات پر له پسې بشپړ شوي، د ښار جوړونې یې ستر بریالیتوب تر لاسه کړی، د ټېکنالوژۍ او انرژۍ په چارو کې یې چټک پرمختګ کړی دی. که څه هم نیمګړتیاوې لا هم موجودې دي، خو چینایان ارام کار او ژوند لري او د ژوند سویه یې ډېره لوړه شوې ده.

مګر د لوېدیځو هېوادونو رسنیو په دوامداره توګه پر چین بېځایه تورونه لګولي، نو د دغو هېوادونو خلک له چین څخه ښه درک او پېژندنه نه لري، حتی ډېر تعصب کوي. نو کله چې دوی پخپله رښتینی چین ګوري، دوی تر اغېزې لاندې راځي.

د شانګهای یوه ښاروند خواښې له اوکراین څخه چین ته راغلې، کله چې هغې د شانګهای لوړې ودانۍ او سمسورتیا ولیدله، ډېره حیرانه شوه او ویلي یې دي چې دا یوازې په ښاپېرو کیسو کې لیدل کېږي. هغې حتی څو ځلې اوښکې تویې کړې دي.

د بهرنیو سیلانیانو له نظره د ښاپېرۍ په شان چین، خو هر کال د بشري حقونو په نړیواله غونډه کې د لوېدیځو هېوادونو له بې دلیله نیوکې سره مخ کېږي. دا د چینایانو لپاره بیخي د نه پوهېدو او نه منلو وړ مسئله ده.

په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي چن شو څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۶مه غونډه کې ویلي، چین تل پر خپلو خلکو تمرکز کړی دی، نه یوازې د خپلو وګړو د حقونو ساتلو لپاره یې اغېزناک تدبیرونه غوره کړي دي، بلکې د مختلفو هېوادونو د خلکو د بشري حقونو د ساتلو لپاره یې هڅوونکی رول لوبولی دی. دقیقاً چین د جعلي مالوماتو پر بنسټ نیوکې نه مني.

باور لرو له دې سره چې مخ په زیاتېدو بهرني سیلانیان چین ته سفر وکړي، او د چین رښتینۍ بڼه وګوري، په نړیواله ټولنه کې به د چین په اړه جعلي اوازې په لنډ وخت کې له منځه لاړې شي.