شي جين پينګ: مونږ غواړو له پولنډ سره اړیکې نورې هم ټینګې کړو
CMG2024/06/25 10:16:40
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جون په ۲۴مې نېټې د بېجینګ د خلکو په لوی تالار کې له خپل پولنډي سیال اندرزې دودا سره کتلي او پر خپلمنځي اړيکو ورسره غږیدلی دی.

پولنډ له هغو هېوادونو څخه دی، چې د چین ولسي جمهوریت يې د جوړېدو په لومړيو وختونو کې په رسميت پېژندلی او سږ کال د د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټینګېدو له ۷۵ کلیزې سره برابر دی.

شي جين پينګ له ولسمشر اندرزې دودا سره په خبرو کې د دواړو خواوو اړیکې لوړې ستایلې دي.

نوموړي ويلي، چين او پولنډ خپلمنځي اړیکې اته کاله مخکې هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړیکو ته لوړې کړي او له هغه وخت کې راهیسې يې په مختلفو برخو کې همکارۍ او تبادلې پوره پياوړې شوي او خلکو ته يې ډېرې ګټې رسولې دي.

ولسمشر اندرزې دودا ویلي، پولنډ د یو چین د پېژندنې پر اصل ټينګار لري او غواړي د کمربند او لارې په چوکاټ کې ورسره همکارۍ ژورې کړي، د نوښتي پرمختګ، ډیجټلي اقتصاد او د نوې انرژۍ موټرو په شمول ځینو نویو برخو کې ورسره همکارۍ پرمخ بوځي.

نوموړي د چيني تصديو هرکلی کړی، چې په پولنډ کې پانګونې وکړي.

دواړو مشرانو د چین او پولنډ د هراړخیزو ستراتيژیکو همکاریزو اړیکو د ټینګښت پلان هم (2024-2027) لاسليک کړی دی.