انټونيو ګوټرېش د روسيې په داغستان جمهوریت کې ترهګريز بريد وغانده
CGTN2024/06/25 11:32:28
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د جون په ۲۴ مې نېټې د خپل وياند سټيفن دوجاريک له لارې يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې د روانې مياشتې په ۲۳ مې نېټې د روسيې په داغستان جمهوريت کې شوی ترهګريز بريد غندلی دی.

انټونيو ګوټرېش په اعلاميې کې د ياد بريد د قربانيانو کورنيو، روسانو او روسي حکومت ته د همدردۍ مراتب او ټپیانو ته يې د بېړنۍ روغتيا هيله څرګنده کړې ده.

د روانې مياشتې په ۲۳ مې نېټې د روسيې د داغستان جمهوریت په مرکز ماخچکالا او دربند ښارونو کې د اورتودوکس پر دوو کليساوو، د يهودانو پر یوې کنیسې او د پوليسو پر يوې پوستې بريدونه وشول، چې له امله يې ۲۰ کسان مړه او ۴۶ تنه نور ټپیان شول.