ګوټرېش: د ملګرو ملتونو بشري مرستندويه پلان د پانګو له سخت کمښت سره مخ دی
CMG2024/06/26 11:19:59
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د جون په ۲۵مې نېټې ويلي، چې سږ کال د ملګرو ملتونو بشري مرستندويه پلان ۴۸ ميليارډو امريکايي ډالرو ته اړتيا لري، خو د نيم کال په تېرېدو، مرسته ورکوونکو يوازې ۸ ميليارډه امريکايي ډالره ورکړي دي.

ګوټرېش په همدې ورځ د ملګرو ملتونو د اقتصاد او ټولنې شورا د بشري چارو يوه فعاليت ته د يوې ويډيويي وينا په ترڅ کې ويلي، چې روان کال د ژنيو تړون د لاسليک له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او د شخړو او جنګي قاعدو له پامه غورځونې او بې کنټروله اقليمي بحران هره ورځ انسانانو ته ويرېدونکي ناورينونه جوړوي.