روسیې اوکراين سره د امریکا پوځي مرستې وغندلې
CMG2024/06/26 11:08:37
شريکول:

روسيې د جون په ۲۴مې نېټې د تورې بحیرې پر بندري ښار سیواستوپول د توغندیز برید پړه پر امريکې اچولې او د زياتو تلفاتو په خاطر يې د واشنګټن پوځي مرستې غندلې دي.

تاس خبري اژانس د سيواستوپول ښاروال رزوزايف په قول خبر ورکړی، چې د روانې مياشتې په ٢٣مې نېټې پر ياد ښار توغنديز بريد شوی، چې له امله يې د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۱۵۳  نور ټپيان شوي دي.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت په ۲۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې د ياد بريد مسؤليت پر امريکې اچولی دی.

روسيې پر امريکې او څو نورو هېوادونو تور لګولی، چې پر روسانو يې کلسټر بمونه کارولي دي.

اعلاميه وايي، د روسیې اړوندې ادارې د سيواستوپول بريد په اړه پلټنې کوي او هغو هېوادونو ته به سزاوې ورکړي، چې په ياد بريد کې یې لاس لرلی وي.

(ژباړه: شکريه)