چين د نيوزيلنډ، استراليا او پولنډ خلکو ته له ويزې پرته د سفر اجازه ورکوي
CMG2024/06/26 10:23:17
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزارت د جون په ۲۵مې نېټې خبر ورکړی، چې د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره یې د هغو هېوادونو شمېر زيات کړی، چې ملکي وګړي يې کولی شي، له وېزې پرته چين ته سفر وکړي.

اوس د نيوزيلنډ، استراليا او پولنډ ملکي وګړي کولی شي، چې له وېزې پرته چين ته سفر وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې د نيوزيلنډ، استراليا او پولنډ عادي پاسپورټ لرونکي د ۲۰۲۴م کال د جولای له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د دسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې کولی شي، د سوداګرۍ، سيلانۍ او چکر په پار چين ته بې له وېزې څه کم ۱۵ورځني سفرونه وکړي.

نوموړې ويلي، د يادو هېوادونو هغه وګړي چين ته له راتګ مخکې لا هم ويزې ته اړتيا لري چې د اړوندو شرايطو سره سمون نه لري.