شي جین پينګ: چين تل د خپلو ګاونډيانو په اړه ډيپلوماسۍ کې ويتنام ته په لومړيتوب کې ځای ورکړی
CGTN2024/06/26 20:56:56
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۶ مې نېټې په ماسپښين په پلازمېنه بېجینګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ویتنام له صدراعظم فام مينح چينح سره چې د داوس دوبني فورم کې د ګډون لپاره چين ته راغلی  وکتل.

شي جين پينګ په خپلې وينا کې ويلي، چين تل د خپلو ګاونډيانو په اړه ډيپلوماسۍ کې ويتنام ته په لومړيتوب کې ځای ور کړی او له ويتنام څخه ټينګ ملاتړ کوي، چې له خپل وضعيت سره سمه سوسياليستي لار غوره کوي او غواړي چې له ويتنام سره د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په لور  د نظر تبادلې زياتې کړي، ګډې همکارۍ پياوړې کړي ، په ګډو هڅو د عصري کېدو بهیر پيل کړي او د نړيوالې سولې، ثبات، پرمختګ، سمسورتيا لپاره لازيات خدمتونه وکړي.