چين به د بهرنۍ فضا د سوله ييز استعمال هڅې وکړي
CMG2024/06/26 15:04:24
شريکول:

د چين د چانګ عه شپږم نمبر د سپوږمۍ اکتشافي دستګاه د جون په ۲۵مې نېټې د دغه هېواد د کورني مغولستان په ټاکلي ځای کې ښکته شوه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ په همدې ورځ يوې خبري ناستې ته ويلي، چې هېواد یې غواړي د نړيوالو همکاريو له لارې بهرنۍ فضا وڅېړي او د سوله ييز استعمال لپاره به یې هڅې دوام ولري.

نوموړې ويلي، سږ کال د چين د سپوږمۍ اکتشافي دندې د پيل له ۲۰مې کليزې سره برابر دی. د چانګ عه شپږم نمبر د سپوږمۍ اکتشافي دستګاه د تېرې مې په ۳مې نېټې فضايي مدار ته داخله شوه او ۵۳ ورځې وروسته ځمکنۍ کرې ته را وګرځېده او له سپوږمۍ څخه يې د خاورو ځينې نمونې راليږدولې دي.

ماو نينګ دغه خبر په زړه پورې بللی او ټولو ته يې مبارکي ويلي ده.