امريکايي رسنۍ: اسنج پر خپل جرم اعتراف کړی
CMG2024/06/26 11:28:22
شريکول:

د امريکا خبري رسنيو د جون په ۲۴مې نېټې د يو قانوني سند له مخې خبر ورکړی، چې د ويکيليکس بنسټګر جوليان اسنج په همدې ورځ موافقه کړې، چې په خپل جرم اعتراف وکړي.

د امريکا عدليې وزارت په دې هڅه کې و، چې نوموړي ته د ۶۲ مياشتو بند سزا ورکړي.

ياد وخت په لندن کې د اسنج د بند مودې سره برابر دی او د امريکا عدليې وزارت اوس په دې نظر دی، چې نوموړي د بند موده تېره کړې او د ور سپارلو غوښتنې څخه يې لاس اخيستی او اجازه يې ورکړې، چې بېرته خپل اصلي ټاټوبي استراليا ته ولاړ شي.

د ويکيليکس وېبپانې د جون په ۲۴مې نېټې خبر ورکړی، چې اسنج د برېتانيې له زندان څخه ازاد شوی دی.

( سپوږمۍ)