شي جين پینګ د جه جيانګ ولايت د شه قوم د کورواکې ولسوالۍ وګړو ته ځوابي پیغام ولیږه
CMG2024/06/26 16:02:51
شريکول:

د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د چين د دولت او مرکزي پوځي کمېټې رئیس شي جين پينګ په وروستيو کې د جه جيانګ ولایت د لي شوي ښار د جينګ نينګ د شه قوم د کورواکې ولسوالۍ د بېلا بېلو قومونو وګړو ته ځوابي پيغام ليږلی او د دې ولسوالۍ د جوړېدو د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت يې هغوی ته مبارکي ویلې او هيله يې ښودلې، چې دغه ولسوالي لا پرمختګ ومومي.

نوموړي په پيغام کې ويلي، د بېلا بېلو قومونو کادران او مستعد وګړي دې په خپلو چارو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې تګلاره پلې کړي، غوره دودونه دې وهڅوي، قومي يووالی دې وساتي او د خپل غوره والي په کارولو سره دې په قومي سيمو کې باکيفيته پرمختګ او شتمنۍ تر سره کړي او د چیني شکله عصري کېدو بهير له مخې دې د پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

شي جين پینګ په جه جيانګ ولایت کې د خپل ماموريت پرمهال جينګ نينګ ولسوالي د بنسټيزو چارو د اړيکو يو مرکز بللی او د چین د دولت رئیس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته يې هم څو څو ځلې د دې ولسوالۍ د پرمختګ په اړه لارښوونې کړې دي.