لي چيانګ د داوس دوبني فورم د ۲۰۲۴م کال غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه
CMG2024/06/26 11:21:46
شريکول:

د چين صدر اعظم لي چيانګ د جون د ۲۵مې نېټې په سهار د دغه هېواد په دا ليان ښار کې د داوس دوبني فورم د ۲۰۲۴م کال غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.

صدر اعظم لي چيانګ د يادې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته ويلي، اوسنی نړۍ د چټک او ژور بدلون په حال کې ده او اقتصادي پرمختګ يې مهم پړاو ته ننوتلی دی.

هغه دا هم ويلي، چې ټوله نړۍ دې د نړيوال اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ګڼو ستونزو ته سم وګوري او د نوي پړاو تخنيکي انقلاب له فرصتونو څخه دې ګټې پورته کړي، ګډې ګټې دې پراخې کړي او د اقتصادي پرمختګ نوی اينجن دې ومومي.