لوپیز اوبرادور: مايک پومپيو د مکسیکو په عدلي اصلاحاتو کې لاسوهنې کوي
CMG2024/06/26 11:10:28
شريکول:

د مکسیکو ولسمشر اندريس مانويل لوپیز اوبرادور د جون په ۲۴مې نېټې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مايک پومپیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د ده اوسنۍ څرګندونې يې «مونرو نظريې» پسې تړلې بللې دي.

نوموړي ويلي، مايک پومپيو د مکسیکو په عدلي اصلاحاتو کې لاسوهنې کوي.

پومپیو په والسټریټ ژورنال کې يوه ليکنه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې د مکسیکو حکومت لخوا د قضایي اصلاحاتو اقدامات به د پانګوالو باور زیانمن کړي، د مکسیکو اقتصاد ته به زيان ورسوي، د امريکا - مکسیکو پر پولې به ګډوډي جوړه کړي او د دواړو هېوادونو اړیکې به زیانمنې کړي.

اوبرادور د پومپیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او د هغه خبرې يې رد کړې دي.

نوموړي ويلي، د پومپيو نظرونه لاهم د مونرو دورې يادونه راتازه کوي، چې ګواکې امریکا يوازې په متحده ایالاتو پسې تړاو لري. "دا یقینا یوه مداخله او بد چلند دی."

اوبرادور زياته کړې، چې عدلي اصلاحات د مکسیکو کورنۍ مسئله ده او حکومت به یې د خپلو خلکو د ګټو لپاره کاروانه روان وساتي.

(ژباړه: شکريه)