د روسيې ملي دفاع وزارت د جون په ۲۵مې نېټې خبر ورکړی، چې د اوکراين لخوا نيول شوي ۹۰ روسان يې په مذاکراتو بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي او په بديل کې يې اوکراين ته ۹۰ پوځيان سپارلي دي.
د روسيې ملي دفاع وزارت په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې له اوکراين سره يې د بنديانو تبادله د عربي متحده اماراتو په منځګړيتوب ترسره کړې ده.