”صادق “ دروغجن
CMG2024/06/26 15:11:50
شريکول:

رویټرز وايي، پنټاګون د کرونا وبا د خپرېدو په لومړي کال کې پټ عملیات کړي او په ټولنیزو رسنیو کې يې جعلي پاڼې جوړې کړي، د چین د سینوواک (SINOVAC)شرکت د واکسین په اړه یې پروپاګنډ خپاره کړي او پوره هڅې يې کړي، چې خلک د ياد واکسين په اړه په شک کې واچوي.

 رویټرز د ټولنيزو رسنيو په اېکس (پخواني ټويټر) کې لږ تر لږه ۳۰۰ جعلي پاڼې پيدا کړي، چې امریکايي ځواکونو ترې پوسټونه کړي او پروپاګنډ يې خپاره کړي دي.

امريکايي ځواکونو د ۲۰۲۰م کال په دوبي کې د ټولنيزو رسنيو جعلي پاڼې جوړې کړي او  د چيني واکسين ضد يې پروپاګنډ خپاره کړي او ځای ځای یې ليکلي، چې د چين واکسین ښايي د موږک زهر وي.

د امريکايي ځواکونو دغه کړنې او تورونه يوازې په لوېديځ کې پاتې نشول، بلکې دغه عمليات او پروپاګنډ يې د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ تر اسلامي هېوادونو هم رسولي او هلته يې بيا خپلو پروپاګڼدا" د چين واکسین د موږک زهر دي" ته جامه بدله کړې او د خپلو اجينټانو له لارې يې دا اوازه خپره کړې، چې د چين واکسين حلال نه دی.

د امریکا یوه جګپوړي پوځي چارواکي، چې د چين پر وړاندې يادو عملياتو او پروپاګنډاوو کې يې لاس درلود، رويټرز ته ويلي:

((مونږ له همکارو هېوادونو سره د واکسینونو د شریکول ښه نه دي تر سره کړي او یوازېنې لاره راته دا پاتې وه، چې د چین واکسینونه بدنام کړو.))

د امریکايي چارواکي ياده رويه د حيرانتيا وړ نه ده، ځکه يوه بل سیاستوال او د دغه هېواد پخواني خارجه وزیر مایک پومپیو رسنيو ته په ډاګه وويل:

(( زه د سي ايي اې(CIA) پخوانی مشر وم، مونږ دروغ وویل او دوکه او غلاوې مو وکړې......))

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولین پاول په ملګرو ملتونو کې د" کالو مینځلو پوډر" په عراق د برید د دلیل په توګه تشریح کړي وو.

نن د دوی کړنې له نړۍ پټې نه دي او ټول پوهيږي، چې امریکايي سیاستوال د افواهاتو په خپرولو کې لوی لاس لري. کله چې دوی اړتيا لري، په منځني ختیځ او عراق کې جګړه پیل کړي یا د چین د پرمختګ د مخنیوي لپاره ټولې وسیلې وکاروي، نو یوازې افواهات د "کاري چلند" په توګه کاروي. دا د دوی کار دی او په خپرولو کې یې د شرم احساس نه کوي او په رسنیو کې يې له افشا کولو یا ښکاره کولو ویره نه لري. د امریکا د دفاع وزارت چارواکي یادو افواهاتو ته د "سخاوت" نوم ورکړی دی.

اوس نړيوال پوهيږي، چې د چین پر وړاندې ولې اوازې خپريږي؟

امريکې په وروستیو کلونو کې د چين پر ضد د "جبري کار" او "پور جال" اوازې خپرې کړي او داسې ښکاري، چې دوی ته دا خبرې د کارپوهانو یا غيردولتي سازمانونو لخوا وړاندیز شوي، خو داسې نه ده، په حقیقت کې دا اوازې او پروپاګنډ د امریکا د سي ايي اې(CIA) لخوا خپريږي او پوره مالي ملاتړ يې کوي.

د چیني واکسینونو په اړه افشا شوې اوازې د پنټاګون د کړنو ښکارندويي کوي.

د اوازو د خپرولو لګښت ډېر ټیټ، خو زیان يې خورا ډېر دی.

امریکا نه غواړي، د نورو هېوادونو په اړه د افواهاتو خپرولو مخه ونيسي.

"هوښیاران افواه نه مني" او کله چې له نويو معلوماتو سره مخ شي، نو پایلې ته يې بېړه نه کوي، بلکې د خپرونکو د هڅونې په اړه فکر کوي او بیا یې په غور اوري، چې نورې خواوې يې په اړه څه وايي؟

هر کس ممکن دا توان ولري، چې حقیقتونه درک کړي.