په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د جون په ۲۵مې نېټې د فلسطين او اسرائيل د روانې شخړې په اړه د امنيت شورا په علنۍ غونډې کې پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې سړه سېنه وساتي او له داسې ګامونو ډډه وکړي، چې د کړکېچ د سختېدو سبب ګرځي او کوم لوری باید دا هڅې ونه کړي، چې منځنی ختيځ لا سخت ناورین کې ښکېل کړي.
امريکا د غزې د اوربند درې پړاوييز وړانديز له خپرولو وروسته د امنيت شورا د ۲۷۳۵م پرېکړه ليک د تصويب د هڅو په درشل کې له اسرائيل او حماس څخه غوښتي، چې ياد وړانديز يې ومني.
امريکا په تېرې مې مياشتې کې ویلي وو، چې اسرائيل دغه وړانديز منلی دی، خو له بده مرغه، اسرائيل تر اوسه د دايمي اوربند نښې نه دي ورکړي او برعکس يې په پراخې پیمانې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
اسرائيلي ځواکونو پر رفح ښارګوټي، نصرت پنډغالي او غزې تړانګې پر له پسې بريدونه کړي او د کډوالو کمپونه يې په نښه کړي، خلکو ته يې درنه مرګژوبله اړولې او په نژدې ختیځ کې فلسطیني کډوالو ته د مرستې رسولو په پار د ملګرو ملتونو د دفتر او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په ګډون بشرپاله سازمانونو ته یې ګواښونه راپورته کړي دي.
فو څونګ ویلي، په منځني ختيځ کې یو سمدستي اوربند ته اړتیا ده او همدا د امنیت شورا د ۲۷۲۸م او ۲۷۳۵م پرېکړه لیکونو مهمه ماده ده.
د ملکي وګړو وژنه د اسرائيلي بنديانو خوشي کولو ته لاره نه شي هوارولی.
چين له اسرائيل څخه غوښتي، چې د نړيوالې ټولنې غږ ته غاړه کېږدي، سمدلاسه دې په غزه کې پوځي عمليات ودروي او د غزې خلکو ډله ييزه سزا دې پای ته ورسوي.
چين له سترو هېوادونو څخه هم غوښتي، چې عادلانه دريځ ونیسي او په غزې کې د اوربند لپاره دې صادقانه هڅې وکړي، څو په سیمې کې روانه جګړه پای ومومي.
(ژباړه: شکريه)