د ډاليان د غونډو په نړيوال تالار کې د نویو اتلانو د اقتصادي فورم پنځلسمه کلنۍ غونډه چې سمر داووس یې هم بولي، يوازې د نړۍ د رهبرانو جرګه نه، بلکې د پرمختلليو بېخ بناوو د جوړولو په برخه کې د چين د بې مثاله وړتيا ننداره هم ده. په چين کې د نړيوالو غونډو دغه نوی لوی تالار چې د پنځم نسل په تر ټولو پرمختللې ټکنالوژۍ (5G-A) او ځيرکې محاسباتي ټکنالوژۍ سمبال دی د فورم شعار (د ودې لپاره راتلونکي حدود) مجسموي. دا بېخ بنا د ودې د نويو ماډلونو د پرمختګ لپاره د چين باالقوه ځواک ښيي چې په فزيکي او ډيجيټلي پرمختګ ټينګار کوي.
په سمر داووس کې د پنځم نسل پرمختللې او ځيرکې محاسباتي ټکنالوژۍ ادغام د پرمختګ پر لور د چټک ګام څرګندونه کوي. (5G-A) چې د ټکنالوژۍ د پنځم نسل تر ټولو پرمختللې بڼه ده، د انټرنيټ خورا لوړ سرعت، د ځنډ کمښت او چټک اتصال وړاندې کوي. دغه پرمختللې ډيجيټلي بېخ بنا د ځيرکو شبکو د رامنځته کولو وړتيا لوړوي او کاروونکو ته د ټکنالوژۍ بې بديله تجربه وړاندې کوي. د معلوماتو بې ځنډه پروسس او ځيرک محاسباتي سيسټمونه د کنفرانس له چاپېريال سره مدغم شوي چې د کنفرانس مؤثريت او کارنده توب یې د پام وړ زيات کړی دی.
بېخ بناوې، که فزيکي وي او که ډيجيټلي، د ودې د نويو ماډلونو د بنسټ ډبرې دي. د دې خبرې تر ټولو قانع کوونکی تاريخي دليل له ۲۲۱ قبل الميلاد څخه تر ۲۰۷ قبل الميلاد پورې د چين سلسلې د پادشاهۍ په وخت کې د بېخ بناوو انکشاف دی. د هغه وخت پادشاه چينشيهانګ د بنسټیزو اصلاحاتو او بېخ بنايي پروژو د پلي کولو له لارې ټول هېواد سره متحد کړ.
د هغه مهال يوه مهمه لاسته راوړنه د سړکونو او کانالونو د يوې شبکې رامنځته کول وه، چې د امپراطورۍ مختلفې سيمې یې سره وصل کړې او په نوي متحد دولت کې یې سوداګريز او نظامي حرکتونه اسانه کړل. د سړکو د شبکې رامنځته کولو د وزنونو او معيارونو، قانوني کوډونو او حتی د کاډيو د اکسلونو د پراخوالي په معياري کولو کې چې د سپرليو او بارونو د ښه او خوندي ليږد لپاره اړين دي، مهم رول ولوباوه.
پر دې سربېره د لويو کانالونو پراختيا، که څه هم چې د پادشاهيو په وروستيو سلسلو کې بشپړه شوه، خو پيل یې د چين په سلسله کې شوی و. د کانالونو يادې شبکې مهم سيندونه سره وصل کړل، د غلو او نورو توکو لېږد را لېږد یې اسانه کړ او اقتصادي ثبات او ودې ته یې لاره هواره کړه. د دې بېخ بناوو رامنځته کولو نه يوازې د امپراطورۍ کنټرول ټينګ کړ، بلکې په ټول چين کې یې اقتصادي سوکالي او کلتوري انسجام هم رامنځته کړل. د ليکنيز او پولي سيسټمونو معياري کولو هم د مختلفو سيمو په متحدولو او د اړيکو او د سوداګرۍ په تقويه کولو کې د پام وړ رول ولوباوه.
پورتني تاريخي وقايع ښيي چې د بېخ بناوو ستراتيژيکه پراختيا څرنګه د ملتونو په اتحاد او پياوړتيا کې د لوی اسانچاري رول لوبوي او د نويو ماډولو ودې ته لاره هواروي.
يوه بله بېلګه چې د بېخ بناوو د رغونې اهميت څرګندوي، په متحدو ايالتونو کې د ايالتونو تر منځ د لويو لارو سيسټم دی. د دغه سيسټم نوښت د متحدو ايالتونو د ۳۴م ولسمشر ډوايټ ډيويډ ايزونهاور له لوري په ۱۹۶۵ کال کې وشو. د لویو لارو دې پراخې شبکې د امريکا اقتصاد او ټولنه په بشپړ ډول بدل کړل، د هېواد په ټولو سيمو کې یې د سپرليو او توکو د لېږد را لېږد چاره اسانه او د ډاډ وړ کړه، د لېږد را لېږد وخت او لګښتونه یې هم د پام وړ را کم کړل.
پر بېخ بناوو دې پانګونې اقتصادي وده وهڅوله، ان تر دې چې د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې د منځنۍ طبقې امريکايانو د سوکالۍ او اقتصادي ودې کليدي عامل بلل کيږي. لویو لارو ښاري پراختيا او د موټرو صنعت تقويه کړل، د توکو لېږد یې چټک کړ چې دا چاره بيا په خپل وار سره د صنعت او پرچون سوداګرۍ د ودې لپاره اړينه ده. پر دې سربېره د لويو لارو پراختيا د ودې نويو ماډلونو لکه د مساپرخانو، پيټرول پمپونو او وړو سوداګريزو مرکزونو جوړيدو ته لاره هواره کړه چې ورسره سم امريکايي ليدلوري او اقتصاد هم بنسټيز بدلون وکړ.
دواړې تاريخې بېلګې د اقتصادي ودې او ټولنيزې پراختيا په برخه کې د بېخ بناوو حياتي رول په ګوټه کوي. د (5G-A) او ځيرکو محاسباتو په څېر د پرمختلليو ټکنالوژيو د ډيجيټلي زيربناوو په ادغام سره پرمختللې ټولنې کولی شي چې له بنیادي درسونو په استفادې یې راتلونکې ودې او نوښتونو ته لاره هوارېدای شي.
اوسمهال، د ډيجيټلي او فزيکي بېخ بناوو په رامنځته کولو کې د چين وړتيا بې ساري ده. د ډاليان سمر داووس د دې وړتيا څرګنده نښه ده. د زرغونې انرژۍ ودې ته له ژمنتيا سره هممهاله په هغه هېواد کې د (5G-A) ټکنالوژۍ پراختيا او په کار اچونه د هغو جامع او پرمختلليو بېخ بناوو د رامنځته کولو په برخه کې د چين رهبري را برسېره کوي چې د ودې د نويو ماډلونو ملاتړ کوي.
د چين د بې ساري وړتيا بل ثبوت د دغه هېواد د چټکو اورګاډو تر ټولو لويه شبکه ده. دې شبکې لوی ښارونه او سيمې سره نښلولي، د سفر وخت یې خورا کم کړی او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې اقصادي ادغام پياوړی کړی دی.
همدې ته ورته، د چين د ځيرکو ښارونو نوښت چې، د توکو انټرنيټ، مصنوعي ځيرکتيا او لوی معلومات سره يو ځای کوي، د اينده پالې ښاري پراختيا پر لور د ياد ملت د تګ بېلګه ده. دا پروژې نه يوازې دا چې د ښارونو د اوسېدونکو د ژوند کيفيت لوړوي، اقتصادي مؤثريت او چاپيريالي پايداري هم تقويه کوي.
د دغو ابتکارونو برياليتوب پر عصري کولو او نوښتونو د چين د ستراتيژيک تمرکز پايله ده. فورم نه يوازې په دې برخه کې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې کوي، بلکې د نړيوالو همکاريو او علمي تبادلو د يوه چوکاټ په توګه عمل کوي او د بېخ بناوو د پراختيا په برخه کې په نړيواله کچه د چين مخکښتيا هم تقويه کوي.
له پايدارې فزيکي پراختيا سره يو ځای د (5G-A) او ځيرکې محاسباتي ټکنالوژۍ د بېخ بناوو يو ځای کول د پرانيستي او نوښتګر سوداګريز چاپېريال رامنځته کولو ته د چين ژمنتيا پياوړې کوي. په داسې حال کې چې نړۍ د ودې نوي ماډلونه لټوي، چين چمتو دی چې د خپلو وړتياوو پر مټ د زيربناوو د رغونې په برخه کې مخکښ اوسي او دا ډاډ تر لاسه کړي چې دغه نوي حدود د لاسرسي وړ دي.