د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام د ۸ غوره لوبډلو پړاو کې بنګله دېش ته په یوې مهمې سیالۍ کې ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته يې لاره ومونده.
د کرکټ د دغې بريا په خوشحالۍ کې په پلازمېنې کابل او ځينو نورو ولايتونو کې خلک واټونو ته راوتلي وو او د ملي لوبډلې دغه ستره بريا يې ولمانځله.
زمونږ همکار پرې دا ويډيويي راپور جوړ کړی دی.