سروې ۸۳.۵ ٪ :ګډونوالو په سوله کې د ګډ ژوند پنځه اصول ستايلي
CGTN2024/06/27 22:15:57
شريکول:

 ۷۰ کاله مخکې، د چين حکومت نويو مخ پر ودو هېوادونو او په تېره بيا له ګاونډيو خپلواکو هېوادونو سره د اړیکو ټينګښت په موخه پنځه ډيپلوماتيک اساسي اصول وړاندې کړي دي:

۱-  ټول هېوادونه دې يو د بل د حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی وکړي.

۲- هېڅ هېواد دې پر بل تېری نه کوي.

۳-  هېوادونه دې يو د بل په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي.

۴-  هېوادونه دې یو له بل سره د مساواتو او ګډو ګټو پر اساس چلند ولري.

۶- هېوادونه دې يو له بل سره په سوله کې ګډ  ژوند وکړي.

سي جي ټي اېڼ پدې اړه يوه انټرنېټي سروې کړې او نتيجه يې ښيي، چې  ۸۲٪ پوښتل شوو خلکو چين د نړيوالې سولې مهم ساتونکی بللی او  ۸۳.۵٪ يې د چين ياد پنځه اصول ستايلي، د ملي حاکميت، عدالت، ډيموکراسۍ او د قانون حاکميت په اړه يې د چين ارزښتونه تائيد کړي او نظر يې ښودلی ،چې چين له نړيوالې ټولنې سره د لاښې نړۍ په جوړولو کې مرسته کوي.