ګوټرېش د نشه يي توکو د بې ځايه استفادې او قاچاق د مخنيوي غوښتنه وکړه
CGTN2024/06/27 11:08:13
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د جون په ۲۶مې نېټې،  د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځ په مناسبت وينا کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتي، چې د نشه يي توکو د بې ځايه استفادې او قاچاق مخه ونيسي.

نوموړي ویلي، نشه يي توکي د انسانانو روغتيا او هوساينه زيانمنوي او جرمونه او زورزياتي ورسره زياتېږي او په خبره يې په نړۍ کې هر کال سلګونه زره کسان د نشه يي توکو د کارونې له امله مړه کيږي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرم دفتر د جون په ۲۶مې نېټې يوه راپور کې ويلي، چې په وړم ۲۰۲۲م کال کې ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۹۰ میليونو کسانو نشه يي توکي کارولي، چې دغه شمېر د ۱۰ کالونو مخکې يا د ۲۰۱۲م کال په پرتله ۲۰ سلنه زياتوالی ښيي.

ګوټرېش زياته کړې، په نړۍ کې‌ د نشه يي توکو د کارونې او ليږدونې مسئلې مخ په سختېدو دي او نړيواله ټولنه يې باید مخه ونيسي.