ډیالوګ او مشورې د چین او اروپا اختلافات لرې کولی شي
CMG2024/06/27 15:23:18
شريکول:

د چین سوداګرۍ وزیر څو ورځې مخکې د اروپايي کمېسیون له مرستیال اجرائیوي رئیس والدیس دومبروسکیس سره ويډيويي خبرې کړي او هوکړه يې کړې، چې د چینايي برقي موټرو، د هغې مسئلې په اړه، چې ګویا د چين حکومت تصديو ته پیسې ورکړي، مشورې وکړي او اړوندې خبرې اترې به په راتلونکو څو اوونیو کې په بېلا بېلو کچو ترسره کړي.

دا د چین او اروپا د ګډ نیت ښکارندويي کوي او غواړي د ډیالوګ او مشورو له لارې خپلمنځي سوداګریز توپیرونه کنټرول کړي او نه غواړي، چې اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ يې په ټپه ودريږي.

د جرمني مرستیال صدراعظم او د اقلیمي بدلون ضد د مبارزې وزیر روبیرټ هابیک څو ورځې مخکې له چین څخه رسمي لیدنه وکړه او پر چینايي برقي موټرو د ډېرو تعرفو لګول یې نامناسب بللي دي.

شنونکي پر دې اند دي، چې د نوموړي د دغه سفر يوه مهمه دنده دا وه، چې د چین او اروپا ترمنځ اقتصادي او سوداګریز توپیرونه کم کړي او خبرې اترې يې وهڅوي.

ښاغلي هابیک له چینايي چارواکو سره په لېدنې کې ويلي، چې اوسني وضعيت کې پر چینايي برقي موټرو د لوړو تعرفو لګول به سوداګریز اختلافات نور هم زیات کړي او مناسبه لاره یې دا بللې، چې دواړه خواوې پر يادې مسئلې خبرې وکړي.

داسې ښکاري، چې د اروپا په دننه ځينې ډلې د ډېرو تعرفو پر ممکنو سختو نتیجو پوهېږي او د اروپايي ټولنې له ناسمو کړنو سره مخالفت لري.

اروپا په وروستیو کلونو کې له چین سره سوداګریز اختلافات پر له پسې را پورته کړي او یوازې په روان کال کې يې له چین سره د سوداګرۍ او پانګونې د محدودولو ۳۱ تدبیرونه نیولي، چې له امله یې د دواړو خواوو سوداګریز جنجالونه نور هم سخت شوي دي.

اروپايي ټولنې د چیني برقي موټرو پر وړاندې د مرستې پلټنې پیل کړي او د تعرفو د زیاتېدو اعلان یې کړی او له اقتصادي او بازاري اصولو څخه يې څرګنده سرغړونه کړې ده. د چين د موټرو ځینو تصدیو ویلي، چې اروپا د مرستې ضد پلټنې په پروسه کې د چیني موټرو او بټریو د تولید، سوداګرۍ، د پرمختګ پلان او ټکنالوژۍ په شمول د ډېرو مالوماتو په لټه ده او په همدې پلمه هڅې کوي، چې د چین د موټري تصدیو د ټکنالوژۍ رمزونه خپل کړي.

د اروپا د مساوي سیالۍ خيالي څرګندونې د منلو وړ نه دي او په دې سره غواړي، چې عادلانه سیالي ویجاړه کړي، سیالان وځپي، د چین د نوې انرژۍ د چارو د پرمختګ مخه ونیسي او واشنګټن خوشحاله کړي.

اروپا د چین پر برېښنايي موټرو د تعرفو د زیاتولو موخه د ځايي موټري چارو هڅول بللي، خو ځينو سیاستوالو او سوداګرو يې ورسره مخالفت څرګند کړی دی. د اروپا د موټري چارو پانګوال پر دې ټینګار لري، چې د چین پر برقي موټرو د تعرفو زياتوالی به د اروپايي مشتریانو ګټو ته زیانونه ورسوي، د اروپا او چین د موټري چارو د تولید او عرضې د ځنځیرونو کړۍ به وشلوي او د اروپايي ټولنې د زرغونو چارو پرمختګ به ورو کړي او دغه کړنه یې د اروپا له ګټو سره سمون نه لري.

د اروپايي کمېسیون د مهالويش له مخې، اروپا به د راتلونکې جولای په ۴مې نېټې د چینايي برقي موټرو پر وړاندې لوړې تعرفې ولګوي. ایا پر چینايي برقي موټرو د زياتې تعرفې تګلاره به يې تر راتلونکي نومبر بشپړه شي؟  دا به د اروپايي ټولنې د پلټنې تر پای ته رسېدو وروسته مالومه شي.

په حقیقت کې د لوېديځ د ځاني سوداګرۍ غوښتنه د سیالۍ توان نه شي ساتلی، ځکه د چین د نوې انرژۍ چارو د ناعادلانه سیالۍ او یا د حکومتي مرستو په مټ نه، بلکې د بازاري سیالۍ په تېرېدو سره يې پرمختګ موندلی دی.

چین غواړي له اروپا سره د ډیالوګ او مشورو له لارې یو د بل د پاملرنې وړ مسئلو ته توجه وکړي او اړوندې مسئلې په مناسب ډول حل کړي.