روسيې پر ۲۷ استراليايانو او ۳۶ نيوزيلنډانو بنديزونه لګولي
CMG2024/06/27 10:41:09
شريکول:

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د جون په ۲۶مې نېټې پر خپلې وېبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې استرالیا او نيوزلينډ د روسيې ضد تګلاره غوره کړې او مسکو یې اړ کړی، چې پر ۲۷ استراليايانو او ۳۶ نيوزيلنډانو دغه هېواد ته پر داخلېدو بنديزونه ولګوي.روسيې ياد بنديزونه د استراليا او نيوزلنډ د هغو کړنو په غبرګون اعلان کړي، چې څه موده مخکې يې پر ځينو روسانو او  تصديو بنديزونه اعلان کړي دي.

د روسیې د بنديزونو په ياد لېست کې د استراليا او نيوزيلنډ سیاسي فعالان، د قانون پلې کولو ادارې مسؤلين، د تصديو مشران، د پوهنتونونو ښوونکي، خبريالان او مشهور شخصيتونه شامل دي.