دولقون عیسا په جنسي ځورونې تورن شو
CGTN2024/06/27 15:03:03
شريکول:

د امريکا نوټوس (NOTUS) وېبپاڼې د مې په ۲۰ مې نېټې خبر ورکړی، چې ترکي الاصله بيلژيکې محصلې ایسما ګوين او دوو نورو ښځو پر دولقون عيسا د جنسي ځورونې تورونه لګولي دي.

دولقون عيسا د نړيوال اويغور کنفرانس مشر دی.

نوموړي یاد تورونه منلي او له يادو ښځو څخه يې بښنه غوښتې ده.

.دولقون عیسا ځان د مسلمانانو د بشري حقونو ساتونکی بولي، خو خپله يې بیا پر بشري حقونو تېری کړی او ښځو ته يې سپک کتلي، چې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

دولقون عیسا د چين د حکومت لخوا د ترهګر په توګه پېژندل کيږي او د هغه په مشرۍ نړيوال اويغور کنفرانس له اوږدې مودې راهیسې د امريکا په مالي ملاتړ د چين د تجزيې فعاليتونه ترسره کوي.