د سوريې پوځ د جون په ۲۷مې نېټې په يوې اعلامیې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د دې هېواد د جنوبي سيمې پر څو سیمو هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو د جون پ ۲۶مې نېټې د شپې په يوولسو بجو او ۴۰ دقیقو، له ګولان لوړې څخه د سوریې پر جنوبي سیمو توغندي توغولي او ځيني يې د سوريې د دفاعي سيسټم له خوا شنډ شوي دي.
د يادونو بريدونو له امله دوه تنه وژل شوي او يو پوځي عسکر ټپی شوی او ځينې تأسيسات هم ويجاړ شوي دي.
د سوريې شام اېف اېم خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو د جون په ۲۶مې نېټې د هېواد د پلازمینې دمشق ته پر نږدې سیمو بريدونه کړي او دوه ودانۍ يې په بشپړه توګه نړولې دي.