د روسيې دفاع وزير له امريکايي سیال سره ټليفونې خبرې کړي
CMG2024/06/27 09:57:46
شريکول:

د روسيې دفاع وزير اندري بيلوسوف د جون په ۲۵مې نېټې له خپل امريکايي سیال لویډ اوستين سره ټليفوني خبرې کړي او د اوکراين پر مسئلې ورسره غږيدلی دی.

دواړو سیالانو د اوکراين مسئلې په اړه دريځونه څرګند کړي، خو د خبرو منځپانګې يې بېلې او کومې پايلې ته نه دي رسیدلي.

 دا له څه باندې يو کال راهيسې د دواړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ترمنځ لومړۍ ټليفوني خبرې دي.

د روسيې دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ويلي، چې امريکا اوکراین ته پر له پسې وسلې ليږدوي او اوسنی وضعيت يې سخت کړی دی.

د امريکا د دفاع وزارت وياند رايد په يوې اعلاميې کې ويلي، چې لویډ اوستين د روسيې او اوکراين د شخړې په حال کې د امريکا او روسیې د دفاع وزيرانو د نظر تبادلې پر اهميت ټينګار کړی دی.