د بوليوي ولسمشر په هېواد کې د سياسي کودتا غندنه کړې
CMG2024/06/27 15:10:37
شريکول:

د بوليوي ولسمشر لويس البېرتو ارس کاتاکورا د جون په ۲۶مې نېټې په پلازمېنې لاپاز کې د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا ميدان کې د پوځي ځواکونو غير عادي راټولېدنه کودتا بللې ده.

نوموړي ويلي، پوځ او نورې ادارې باید د بوليوي ډيموکراسۍ ته درناوی ولري.

د بوليوي ځينې سرتيري او زغروال ټانکونه او نقليه وسيلې د همدې ورځې په غرمې د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا ميدان کې ولاړ وو.

 د بوليوي د ځمکنيو قواوو قوماندان زونيګا له زغروال موټر څخه کښته شو او د دغه پوځي فعاليت د مشرۍ اعلان يې کړی دی.

وېډيويي راپورونو کې ښکاري، چې د بوليوي سرتيري او زغروال ټانکونه د ولسمشرۍ ماڼۍ پر دروازې ور ننوځي.

د بوليوي پخواني ولسمشر ايو موراليس په همدې ورځ د پوځ پر دغې کړنې اندېښنه ښودلې او دا یې د سياسي روان کودتا بللې ده.

نوموړي ويلي، چې ولسمشر لویس البېرتو باید د ځمکنيو قواوو پر قوماندان زونيګا او د ده پر ملګرو دعوا وکړي.