ادم توزي: چين باید د صنايعو اپګرېډ چارو ته دوامدار پرمختګ ورکړي
CGTN2024/06/27 16:27:02
شريکول:

د امريکا د کلومبيا پوهنتون مشهور تاريخپوه ادم توزي د چين د دا ليان ښار د داووس دوبني فورم په څنډې کې له سي جي ټي اېن سره په مرکې کې ويلي، چې د چين د نوې انرژۍ د صنعتي چارو په اړه د لوېديځو هېوادونو نظریې او خبرې حقیقت نه لري او د چين د نوې انرژۍ صنايعو د حکومت د مالي مرستو په مټ برياليتوب نه دی ترلاسه کړی، بلکې د خصوصي تصدیو د هڅو له امله یې پرمختګ موندلی دی.

نوموړي ويلي، د نړۍ ډېرو هېوادونو د چین د زرغونو تخنيکونو تود هرکلی نه دی کړی او چين باید د صنايعو اپګرېډ چارو ته دوامدار پرمختګ ورکړي او دا د هغو کسانو غوښتنه هم ده، چې اقليمي مسئلې ته پاملرنه لري.

تاسو په دغې ويډيو کې د ادم توزي مرکه اورېدلی شئ.